IQNA

له ایرانه  پخپله خوښه کابو یولک ۳۲زره افغانان  خپل هیواد ته ستانۀ شوي

16:45 - December 06, 2023
د خبر لمبر: 3488384
ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو د وزارت مرستیال عبدالرحمن رشید ووئيل، دغه  افغان کډوال له ایرانه پخپله خوښه  افغانستان ته بیرته ګرځيدلي دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور  راکړ،د افغانستان د طالبانود حکومت دو کډوالو د چارو وزارت په یوې  خبرتیا کې ووئيل، په تیرې یوې میاشتې  کې  کابو یولک څلوردیرش زره   افغان کډوال له ایرانه خپل هیواد افغانستان ته بیرته ستانۀ شوي دي.

  د  افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو د وزارت  مرستیال عبدالرحمن رشید  ووئيل، دغه  افغان کډوال له ایرانه پخپله خوښه  افغانستان ته بیرته ګرځيدلي دي.

د افغان حکومت  دغه  چارواکي زیاته کړې ده ،له پاکستانه هم دنومبر له لومړۍ نیټې تر دې دمه  کابو دوه لکه ۴۴زره کسان او له ترکیې هم دوه زره دوه سوه ۲۳ کسان افغانستان ته بیرته ګرځيدلي دي .

په افغانستان کې د جنګ او نیواکګرۍ له څه دپاسه  څلور لسیزو ترینګلتیاوې ، دافغانستان د میلیونونو ښاریزو د کډه په سر کیدا سبب  شوي دي، د ښه ګاونډيتوب  او کلتوری مشترکاتو په  دلیل  څه دپاسه نیم افغان کډوال په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

د افغانستان د طالبانو د حکومت دکډوالو چارو وزرات له پاکستانه د افغان پناه غواړو په اجباری ویستلو   نیوکه کړې  چې دا موضوع ددواړو لورو په اړیکو کې د تاؤتریخوالي سبب شوې ده .

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i142718 

captcha